Asset 1SWN

پر یمن د امریکا بریدونه؛ حوثیان: بې‌پېلوټه الوتکه مو وېشتلې

pr4n5o3c_houthi-rebels_625x300_26_January_24

امریکا بېګاه شپه په یمن کې د حوثي ډلې پر بېلابېلو مرکزونو پراخ او مرګوني هوايي بریدونه کړي دي.

حوثیانو پورې تړلي «المسیره تلویزیون» راپور ورکړ چې امریکایي ځواکونو پر شمالي ولایت صعده ۱۵ بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، بریدونه پر صعده ښار، د مجز او سهار ولسوالي سربېره، د صنعا ولایت د بني مطر ولسوالي په جبل النبي شعیب هم شوي دي.

تراوسه د یادو بریدونو د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو حوثیان وايي، د مارچ له ۱۵ راهیسې د امریکا د بمباریو له امله لږترلږه ۶۱ کسان وژل شوي دي.

امریکا له دې وړاندې هم یمن کې د حوثي ډلې پر مرکزونو او پټن‌ځایونو بریدونه کړي دي. ټرمپ څو اوونیو وړاندې ټينګار کړی و چې د حوثي ډلې له‌منځه وړو لپاره به دغه بریدونه دوام لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا په یمن کې د حوثي ډلې ویاند یحیی سرېع وايي چې بېګاه شپه د دوی ځواکونو د امریکا «MQ-9» بې‌پېلوټه الوتکې په توغندي وېشتلې او نسکوره کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه ډرون په مارب ولایت کې د دوی له لوري په جوړ شوي توغندي وېشتل شوې.

مارب ولایت د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري او وخت ناوخت د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري پرې بریدونه هم کېږي.

حوثیانو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د روان کال تر جنورۍ پورې په سره سمندر کې شاوخوا۱۰۰ کښتۍ په توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو وېشتلې دي. دغه سوداګریزې کښتۍ تر ډېره د اسراییلو او امریکا اړوند وې.

دوی همداراز د امریکا پر جنګي بېړیو هم بریدونه کړي، خو نه‌دي په نښه شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام