Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا له خپلو بېړیو غوښتي چې د ایران له اوبو لرې ووسي

ussabrahamlincoln_hdv-ri7xqdkjmnkj8b05fb7uwyrwle9afdev6eif78w49g

امریکا سیمه کې خپلو کښتیو ته نوې لارښوونې صادرې کړي او له دوی یې غوښتي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې د ایران له اوبو لرې پاتې شي.

الجزیرې شبکې نن سه شنبه دلوې ٢١ / فبروري ١٠ راپور ورکړی، دغه لارښوونه کې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د سمندري ادارې له خوا خپره شوه، د امریکايي بېړیو له کپتانانو هم غوښتل شوي چې ایراني ځواکونو ته د امریکايي کښتیو د تېرېدو اجازه ورنه کړي.

دغه اقدام داسې مهال دی چې د امریکا او ایران استازو د تېرې جمعې په ورځ عمان کې اټومي خبرې پیل کړې.

دواړو لورو دغه خبرې مثبتې ارزولي او د مذاکراتو پر دواړم یې هوکړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام