Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا او اسراییلو بریدونه؛ ایران کې ۵۵۵ کسان وژل شوي

us-israel-attack-iran-28feb2026-scaled

د ایران سرې میاشتې ټولنه وایي چې د یاد هېواد پر بېلابېلو سیمو د امریکا او اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۵۰ څخه اوښتی دی.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۵۵۵ کسان په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي. سرې میاشت زیاته کړې چې دا مرګ‌ژوبله د هېواد په کچه د شویو بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

د ایران سرې میاشتې ټولنه همداراز وایي، د ژغورنې او مرستندویې ډلې لاهم په اغېزمنو سیمو کې پر کار بوختې دي او امکان لري چې د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

بل‌خوا دغه ټولنه وایي، د امریکا او اسراییلو د بریدونو له امله تراوسه د هېواد په کچه لږترلږه ۱۳۱ ښارونه اغېزمن شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د سرې میاشتې ټولنې د تازه معلوماتو له مخې، د ژغورنې عملیات د دې ادارې د بشري ماموریت تر مشرۍ لاندې بې له ځنډه روان دي. د ژغورنې ډلې په ټولو اغېزمنو سیمو کې حضور لري او له ۱۰۰زره څخه ډېر مرستندوی کارکوونکي هېواد کې په بشپړ چمتووالي کې دي.

یادې ادارې همداراز ویلي چې دامهال شاوخوا څلور میلیونه رضاکاران د چمتووالي په حالت کې دي، څو بشري خدمتونه، بېړنۍ مرستې او رواني ـ ټولنیز ملاتړ اغېزمنو خلکو ته وړاندې کړي.

سره میاشت ټینګار کوي چې د وضعیت د بدلون له مخې به د مرستو بهیر لا پراخ شي او د زیانمنو شویو وګړو د ملاتړ لپاره به ټول امکانات وکارول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام