Asset 1SWN

سلام وطندار

قرغیزستان کې د ا.ا سفیر د چین له سفیرې سره لیدلي

G4pB6WEXQAAU3-R

په قرغیزستان کې د ا.ا د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د چین له سفیرې لېوجیانپینگ سره لیدلي دي.

 دغه سفارت نن شنبه، لړم لسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي دوه اړخیزو اړیکو ترڅنگ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.

په یاده لیدنه کې د چین سفیر افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان ثبات او پرمختگ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


قیرغیزستان کې د افغانستان سفارت همداراز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې چین غواړي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې اړیکې او همکاري لا پیاوړې کړي.

په ورته مهال حقاني د چین له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او گډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام