Asset 1SWN

ارزګان کې په ۱۶۵ میلیون افغانیو د شبلوغ بند چارې پیل شوې

شبلوغ اوبو بند ارزګان

چارواکي وايي، د چنارتو ولسوالي «شبلوغ» سیمه کې د اوبو بند رغنیزې چارې پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه خړوبه، اوبه مدیریت او تر یوې اندازې د وچکالي د منفي اغېزو مخه ونیول شي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله سلام‌وطندار ته وویل، یاد بند د څه باندې ۸۵۴ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو په ظرفیت سره د ۲۵۹ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.

هغه وویل: «د شبلوغ بند به د ۱۶۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شي چې دا پیسې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، چنارتو ولسوالي کې د «شبلوغ» بند به په ۲۳ متره لوړوالي او ۱۵۵ متره اوږدوالي سره جوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي د «شبلوغ» بند پیل شویو رغنیزو چارو ته هیله‌مند دي او وايي، د دغې پروژې په تطبیق سره به یې د کرنې برخه کې د کلونو ستونزې پایته ورسېږي.

عبدالغفار چې کرنیزه ځمکه یې د بند له ساحې سره نږدې ده وایي: «موږ کلونه کلونه د اوبو له کمښت سره مخ وو، که دا بند جوړ شي، زمونږ ځمکې به هر وخت خړوبې وي.»

یو بل کروندګر راز محمد هم وایي: «که بند جوړ شي، موږ ته به د غنمو، جوارو او نورو حاصل‌خېزو فصلونو کر ته زمینه برابره شي او له وچکالۍ به خلاص شو.»

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې د «شبلوغ» بند یوازې کرنې ته نه، بلکې محلي اقتصاد کې  مثبت بدلون را منځته کولی شي.

«شبلوغ» بند د ارزګان لپاره یوه ستره پرمختیايي پروژه بلل کېږي.

که دا بند پر وخت او د کیفیت مطابق بشپړ شي، نو نه یوازې د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي، بلکې د اوبو د تنظیم، اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند ښه‌والي لامل به هم وګرځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام