د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام وايي چې د پکتیا ولایت مرکز، ګردېز ښار، له ۲۰۰۴کال راهیسې تر اوسه درې برابره پراخ شوی دی.
دUN-Habitat په یوه پیغام کې ویل شوي چې که دا ښاري پراختیا د هوښیار ښاري پلان جوړونې او پانګونې له لارې مدیریت شي، نو کولی شي د خلکو لپاره کورونه او ښه ژوند برابر کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ټولو لپاره د اغېزمنو او منظم ښارونو جوړول مهم دي، څو ښاري اوسېدونکي له اساسي خدمتونو څخه په ښه ډول برخمن شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې مخکې هم یاد پروګرام ویلي وو چې د افغانستان نور ښارونه لکه بلخ، فیروزکوه او هرات په تېرو شلو کلونو کې څو برابره پراخ شوي دي.
شنونکي وايي، که څه هم ښاري پراختیا د اقتصادي ودې نښه ده، خو بېپلانه پراختیا کولی شي د بنسټیزو خدمتونو، کورونو او چاپېریال په برخه کې ستونزې هم رامنځته کړي.