Asset 1SWN

پاکستان کې ناپېژنده‌ وسله‌والو اووه مسافر وژلي

591379_7792956_updates

د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو د یوه بس موټر اووه مسافر وژلي دي.

برید بېګاه ناوخته د بلوچستان سوېل‌لوېدیځ بارکهان ولسوالي کې پر هغه بس موټر شوی چې لاهور ته روان و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې سیمه کې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي پراخ فعالیت لري.

رویټرز خبري اژانس ته د بلوچستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې بېګاه شپه یاده سیمه کې شاوخوا ۴۰ وسله‌والو ګڼ‌شمېر موټر درولي او د مسافرو د پېژندپاڼې له کتلو وروسته یې، دغه اووه کسان په ډزو وژلي دي.

ټول وژل شوي د پنجاب اوسېدونکي دي. بارکهان سیمه د پنجاب ایالت له ډېره غازي خان ښار سره نښلوي.

تراوسه د برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه‌دی اخیستی او نه هم د برید انګېزه روښانه ده. چارواکي وايي چې سیمه کلابندې شوې، خو وسله‌وال تښتېدلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېره جمعه هم دغه ایالت کې پر کان کېندونکو د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یوولس کسان وژلي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام