Asset 1SWN

سلام وطندار

ناپېژنده وسله‌والو په بغلان کې ۱۰ لمونځ‌کوونکي وژلي

IMG_20241122_160031_080-qxfienol5fugcoa93f9cez4ki5h6uzjv29wx0l3lag

د بغلان امنیتي مسوولان وايي، ناپېژنده‌ وسله‌والو د دغه ولایت د نهرین ولسوالي په زاړه ښار کې پر لمونځ‌کوونکو چې پر دوعا بوخت وو، برید کړی او لس کسان یې وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، په دغه برید کې د نهرین ولسوالي لس لمونځ‌کوونکي چې د سیدپاچا اغا سادات په زیارت کې پر ذکر لګیا وو، وژلي دي.

د بغلان د امنیې قومانداني د امنیت امر عبدالغیور خادم بیا وايي چې پولیس پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او د دغه برید په تړاو یې څو تورن کسان نیولي دي.

د هغه په خبره، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام