Asset 1SWN

یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ دی

street-children-2

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) مشر تاج‌الدین اویواله  خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د فقر د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدمتونو د بودیجې، سخت کمښت له امله د ماشومانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.

اویواله نن پنجشنبه، لړم ۲۹مه،/ نومبر ۲۰مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ماشومانو حقونه یوازې شعار نه دی، بلکې یوه «ژوندۍ ژمنه» ده چې باید د عملي ګامونو او پر وخت پانګونې له لارې خوندي شي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې نړۍ د ماشوم نړیواله ورځ نمانځي، د افغانستان ماشومان لاهم د پوهنې، روغتیا او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې ژوند تېروي او د هغوی لاسرسی بنسټیزو خدمتونو ته ورځ تر بلې محدودېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ماشوم نړیواله ورځ هر کال د نومبر پر ۲۰مه نمانځل کېږي.  دغه ورځ په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د ملګروملتونو عمومي اسامبلې د ماشومانو د حقونو د ترویج، د هغوی د هوساینې د لوړولو او د ځوان نسل د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا په هدف وړاندیز شوې وه.

یونېسف او نور نړیوال بنسټونه په دې مناسبت له حکومتونو او خلکو غواړي چې د ماشومانو د حقونو په خوندیتوب کې رغنده ګامونه واخلي او د هغوی لپاره د خوندي، سالم او هر اړخیز راتلونکي د برابرولو په برخه کې ګډه هڅه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام