Asset 1SWN

سلام وطندار

یونیسف د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په کار د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې افغان ښځې حقونو، عدالت او فرصتونو ته د برابر لاسرسي حق لري.

یونیسف نن یکشنبه پر اېکسپاڼه د دغو حقونو د تضمین غوښتنه کړې.

دغه بنسټ زیاته کړې چې ښځینه کارکوونکې افغانانو ته د حیاتي او ژغورونکو خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

یونیسف له اسلامي امارته غوښتي چې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار لګېدلی محدودیت لغوه کړي، څو وکولی شي خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، یوازې ۶۴ سلنه ښځې هغو قانوني حقونو ته چې نارینه‌ ترې برخمن دي، لاسرسی لري.

هغه زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د کرامت، عدالت او ازادۍ د تضمین لپاره باید له تبعیض‌ ډک چلند او قوانینو سره مبارزه وشي.

ملګرو ملتونو ۱۹۷۵ کال کې د جنسیتي برابرۍ، له تبعیض سره د مبارزې او د ښځو له لاسته راوړنو څخه د نمانځنې په موخه د مارچ ۸مه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام