د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې په ایران کې د پوځي نښتو زیاتېدو پر ماشومانو سخت او مرګونی اغېز کړی او تراوسه لږترلږه ۱۸۰ ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
یونېسف نن جمعه، د مارچ ۶مه، په خپلې اېکسپاڼې خپاره کړي راپور کې ویلي چې د قربانیانو له ډلې ۱۶۸ نجونې د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په سوېل کې د میناب ښار د نجونو پر یوه لومړني ښوونځي د برید له امله وژل شوې دي.
د راپور له مخې، ډېری دغه ماشومان د ۷ او ۱۲ کلونو ترمنځ عمرونه لرل. همداراز ۱۲ نور ماشومان د ایران په پنځو نورو سیمو کې په بېلابېلو ښوونځیو کې وژل شوي دي.
یونېسف ټینګار کړی چې د ماشومانو دا تلفات د جګړې د تاوتریخوالي او بېرحمۍ څرګندونه کوي او اغېزې یې پر کورنیو او ټولنو د نسلونو لپاره پاتې کېدای شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ښوونځي باید خوندي ځایونه وګڼل شي، خو د پوځي بریدونو دوام د دې لامل شوی چې ماشومان له تاوتریخوالي سره مخ شي او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې لکه ښوونځي او روغتونونه زیانمن شي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې، تراوسه لږترلږه ۲۰ ښوونځي او ۱۰ روغتونونه په ایران کې زیانمن شوي او د ماشومانو لاسرسی زدهکړو او مهمو روغتیايي خدمتونو ته اغېزمن شوی دی.
یونېسف له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپلې ژمنې مراعات کړي او د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي وساتي.