د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، افغانستان کې ښوونه او روزنه له جدي کړکېچ سره مخ ده.
یونیسف نن سهشنبه دلوې ۷ / جنوري ۲۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې له ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان نهشي کولی یو ساده متن ولولي چې دا د ښوونځي د بحراني وضعیت نښه ده.
یونیسف ویلي چې د هر ماشوم لپاره د مثبتو پایلو د تضمین لپاره، په لومړنیو زدهکړو، لوستلو او حساب کې دوامداره پانګونه بنسټیزه اړتیا بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د نړیوالې زدهکړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو چې د افغانستان راتلونکی پر ټولشموله زدهکړو پورې تړلی دی.
د دې ادارې د وړاندې شویو شمېرو له مخې، دا مهال افغانستان کې ۲ میلیون او ۲۰۰ زره نجونې له ښوونځي څخه محرومې پاتې دي.