د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، روان کال له ایران او پاکستان څخه له ۲.۳ میلیون ډیر افغانان خپل هېواد ته چې د اوسېدو لپاره یې شرایط برابر نهدي، ستانه شوي.
دغه بنسټ نن (پنجشنبه، سنبله ۶) پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډېری راستنې شوې افغان کورنۍ تر فشار لاندې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یواناچسيار د دغو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د ستونزو حل لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې: «ستاسو مرسته، پرته له دې چې اندازه یې څومره وي، کولی شي د هغو افغان کورنیو په ژوند کې چې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، د پام وړ بدلون راولي. تاسو کولی شئ پهدې مهم وخت کې د هیلو او ملاتړ په چمتو کولو کې مرسته وکړئ.»