Asset 1SWN

سلام وطندار

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار: په یوه ورځ له ایرانه ۴۳ زره افغانان راغلي

ایرانه د کډوالو ستنېدل (4)

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR که څه هم نه ده مشخصه کړې چې په کومه نېټه خو ویلي چې له ایرانه په یوه ورځ ۴۳ زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي.

دغه سازمان نن (یکشنبه، سرطان ۱۵) پر ایکسپاڼه لیکلي چې روان میلادي کال کې له ۱.۴ میلیون څخه ډېر افغانان په سختو شرایطو کې راستنېدو ته اړ اېستل شوي چې نامالوم وضعیت سره مخ دي.

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار اندېښنه ښوولې چې له ګاونډیو هېوادونو په پراخه کچه د افغانانو راستنېدل بشري بحران رامنځ ته کوي او اړتیا ده چې ورسره بېړنۍ مرستې وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د هرات ځايي چارواکي وايي، تېرو ۱۲ ورځو کې د اسلام‌کلا له لارې تر ۳۰۰ زیات افغانان هېواد ته راغلي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو چارو ته درسېدو کمیسیون د عامه پوهاوي او اطلاعاتو رییس احمدالله متقي وویل، یوازې د تېرې جمعې په ورځ نژدې ۳۸ زره افغانان راګرځېدلي چې له ډلې یې ۲۶ زره په زوه اېستل شوي دي.

 هغه په وینا، تېره ورځ یې له ایرانه راستنو شویو افغانانو ته ۳۸ میلیون افغانۍ وېشلي دي.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو چې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۸زره افغان وګړي د دوغارون له پولې خپل هېواد ته ستنېږي.

د یادونې ده چې ایران په تېرو اوونیو کې له خپل هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام