Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې ۲ ماشومان وژلي

ناچاوده ممرمۍ فاریاب

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالله مرادي وویل، قیصار ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې پرمهال دوو ماشومانو چې عمرونه یې ۱۲ او ۱۳ کاله دي، ژوند بایللی او یوه ښځه او یو ماشوم په کې ټپي شوی.

ویل کیږي مرمۍ هغه مهال چاودنه کړې چې یادو ماشومانو لاره کې د تېرېدو پرمهال لاس ور وړی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو کې د ناچاودو مرمیو چاودنو کې ملکي وګړو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام