د ۱۹ کلنو ۵۰اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ لوبډله په دویم پړاو سیالیو کې نن سریلانکا سره لوبه لري.
دغه لوبه نن دوشنبه د غرمې په ۱۲ بجو د نیمیبیا په پلازمینه وینډوک کې ترسره کیږي.
د افغانستان ۱۹کلنو کرکټ لوبډله به راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د ایرلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د ۵۰اوریز نړیوال جام لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې خپلې درېواړه لوبې له سویلي افریقې، وېسټانډیز او تانزانیا ګټلي دي.