د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) وایي، ښځینه کروندګرې په ډېرو هېوادونو کې د محلي اقتصاد پیاوړې ستنې او د خوړو د نظامونو د پایښت تضمینکوونکې دي.
یوناما نن (دوشنبه، د کب ۱۱مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښځینه کروندګرو هڅې او فعالیتونه د ټولو لپاره د یوه لاډېر پایدار او مقاوم راتلونکی بنسټ جوړوي.
یوناما همداراز زیاته کړې چې د ملګروملتونو سازمان له لوري ۲۰۲۶کال د ښځینه کروندګرې نړیوال کال په توګه نومول شوی، څو د کرنې په برخه کې د ښځو رول ته لازیات پام وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم د کرنې په سکتور کې د ښځو پر پیاوړتیا او ملاتړ ټینګار کړی و او دا یې د دوامدار پرمختګ لپاره مهم بللی و.
د یادونې وړ ده چې د ښځینه کروندګرو ملاتړ کول کولی شي د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي او د ټولنو اقتصادي ثبات ته وده ورکړي.