په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر، یوناما، په خپل تازه راپور کې ویلي چې نږدې درېیمه برخه هغه کسان چې هېواد ته بېرته راستانه شوي، ښځې او نجونې دي.
د یوناما (UNAMA) د راپور له مخې چې سهشنبه، کب پنځمه خپور شوی، تر ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان، په ځانګړې توګه بېسرپرسته او له خپلو کورنیو جلا شوي ماشومان، د بېړنیو حفاظتي ملاتړونو او رواني–ټولنیزو خدمتونو جدي اړتیا لري.
راپور څرګندوي، هغه راستنېدونکي چې رسمي اسناد نهلري، د بنسټیزو خدمتونو ترلاسه کولو، د کار او معیشت د فرصتونو موندلو او حقوقي ملاتړ ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي او دا وضعیت هغوی د شدیدې زیانمننې حالت سره مخ کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما (UNAMA) ټینګار کړی چې بیړني لومړیتوبونه باید د سرپناه برابرول، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا، د معیشت ملاتړ او د دوامدارې بیا ادغام (Reintegration) د پروګرامونو پلي کول وي، څو راستنېدونکي وکولای شي عادي ژوند ته بېرته راوګرځي.
دې ادارې خبرداری ورکړی، که اوږدمهاله ملاتړونه برابر نهشي، د ټولنیزې بېثباتۍ او د زیانمننې د کچې د لوړېدو خطر به لا زیات شي. یوناما زیاته کړې چې د بشري مرستو د دوام لپاره دایمي او منظم مالي سرچینې حیاتي ارزښت لري.