Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما: روان کال کې یو میلیون افغانان هېواد ته راګرځېدلي

news-کډوال تصویر

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما ویلي، په روان ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

یوناما تېره ورځ (پنجشنبه، سرطان ۵مه) یوه راپور کې ویلي، روان کال له یو میلیون څخه زیات افغانان داسې مهال راستانه شوي چې لا دمخه د اقلیمي ستونزو او محدودو بنسټیزو خدمتونو له امله ترفشار لاندې دي.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو او بېوزلۍ سره مخ دی او ډېری راستنېدونکي سرپناه او ملاتړ نه‌لري.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې:

«اوسمهال له پاکستان او ایران څخه د راستنیدونکو لړۍ روانه ده، د افغان کډوالو لپاره په کوربه هیوادونو کې شته سرچینې کافي نه دي. ډیری راستنیدونکي تش لاس راستنیږي، خدماتو او کار ته محدود لاسرسی لري چې د لا بې‌ثباتۍ خطر نور هم زیاتوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما زیاته کړې چې ملګري ملتونه او همکار بنسټونه چمتو دي، خو نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده څو د راستنېدونکو خوندیتوب، امنیت او اوږدمهاله وضعیت تامین شي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې اوسنۍ بشري مرستې یوازې د اړمنو کسانو یوې محدودې برخې ته رسیږي او که د نړیوالې ټولنې بېړنی مالي ملاتړ برابر نه‌شي، د دوی د دوامدار ادغام هڅې به ناکامه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ښاغلي اندریکا راټواټ ویلي:

«دغه راستنیدونکي بیرته هغو سیمو ته ځي چې لا دمخه تر فشار لاندې دي. که موږ په ټولنو کې د دوی د بیا یوځای کیدو ملاتړ ونشو کولی، نو موږ بهر ته د مهاجرت د نوې څپې د پیل له خطر سره مخ یو.»

یوناما همدارنګه ویلي چې د افغانستان د بېځایه کیدو کړکیچ د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې لا هم شدید پاتې دی او له ۷ میلیون څخه ډیر افغانان په بهر کې په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام