Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

نجونو زده‌کړو بندیز محدودیت

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له اسلامي امارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیت لرې کړي.

یوناما نن د فبروري ۱۱ علم کې د ښځو او نجونو رول نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي.

یوناما نن چهارشنبه د دلوې ۲۲ پر اېکسپاڼه لیکلي: «مونږ په خواشینۍ سره، ساینس کې د ښځو ورځې یادونه کوو، یو زر او ۶۰۷ ورځې کېږي چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي. تېرو څلورونو کلونو کې ګڼ فرصتونه له لاسه وتلي او د ښځو او نجونو له حضور پرته د هر حیاتي سکتور راتلونکی تیارو سره مخ دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یوناما زیاته کړې چې یو ځل بیا د اسلامي امارت له حکومت غواړي چې دغه بندیز بېرته لغوه کړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې، د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د مهم رول نمانځنې په موخه، د فبروري ۱۱مه «ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ» نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام