افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولی «یوناما» ماموریت غځېدو ته په غبرګون کې د ا.ا ویاند وايي چې یوناما باید د بېځایه اندېښنو رامنځته کولو او د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نهکړي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد نن سهشنبه، کب ۲۸مه پر خپله اېکسپاڼه «ټوېټر» لیکلي چې یوناما دې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ بېرته سپارلو ترڅنګ، د بندیزونو لرېکولو باندې تمرکز ولري.
نوموړي همداراز له یوناما غوښتنه کړې چې د افغانانو نړیوالو حقونو ترلاسهکولو کې هم لاس پهکار شي.
هغه لیکلي: «دوی باید د تېر په څېر د بېځایه تشویشونو ایجادولو، له یو یا دوو جزوي مسایلو څخه په سوءاستفاده، د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نکړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس اله نشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجاهد زیاته کړې چې یوناما باید د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا سربېره، هېواد کې دننه امنیتي، اقتصادي او نورو پرمختګونه انعکاس کړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه د کب ۲۷مه، د یوه پرېکړلیک په تصویبولو سره، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه. د دې پرېکړهلیک په تصویب سره به یوناما د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ نېټې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.