Asset 1SWN

یوناما: د پاکستان بریدونو کې ۱۳ ملکیانو ته تلفات اوښتي

e588d28d-4f00-47e3-aaba-721a6997c994.jpg

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي، پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونو له امله د ملکي مرګژوبلې کره راپورونه ترلاسه کړي.

یوناما تېره شپه یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستاني پوځي ځواکونو د ننګرهار  په بهسود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکيان شهیدان شوي او ۷ نور ټپیان دي.

اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د پکتیکا برمل او اورګون ولسوالیو کې هم هوایي بریدونه کړي چې تراوسه د ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

یوناما په ټولو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګژوبلې مخنیوي لپاره جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام