له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو له پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب له مخې، د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR استازي عرفات جمال تېره ورځ یوې خبرپاڼه کې ویلي، چمتو دي له پاکستان سره په ګډه د عملي میکانیزمونو د جوړېدو لپاره کار وکړي چې زیانمنونکي کسان وپېژندل شي او د افغانانو د قانوني کډوالۍ لارې چارې پراخې شي.
هغه له سیمهییزو هېوادونو هم غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي ټولې بېرته ستنېدنې باید په خپله خوښه، خوندي او په درناوي ووسي.
نوموړي ټینګار کړی چې هېڅوک باید داسې ځای ته اړ نه کړل شي چې هلته د نوي خطر له ګواښ سره مخ وي او یا داسې هېواد ته چې د کډوالو د نوې څپې د جذبولو توان ونهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جمال زیاته کړه: «له اضافي مالي سرچینو پرته موږ نه شو کولی د هغو افغان کورنیو لپاره چې په یو وخت له ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي، خپلې حیاتي مرستې دوامدارې کړو. موږ د وروستیو پېښو په رڼا کې خپل سیمهییز غوښتنلیک تازه کړی او ۲۵۸.۶ میلیون ډالرو په اندازه مرستې مو غوښتې دي.»
د راپورونو پربنسټ، د پاکستان له لوري د «غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان» له بیا عملي کېدو وروسته، له اپرېل میاشتې راهیسې څه باندې ۵۵۴ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي.
د یادونې ده چې دې وروستیو اونیو کې دغه بهیر نور هم چټک شوی او یوازې روانه سپټمبر میاشت کې لسګونه زره افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR د ویاند مرستیال فرامرز برزین ویلي وو، بیرته راستنېدونکو ته د خوړو او اوبو په څېر مرستې برابروي، خو په وینا یې د راستنېدونکو اړتیاووې ډېرې دي او دغه بنسټ لا ډېرې بودیجې ته ضرورت لري.