Asset 1SWN

ملګري ملتونه په قزاقستان کې د افغانستان پرمختګ لپاره سیمه‌ییز مرکز جوړوي

United_Nations_General_Assembly_Hall_3

د قزاقستان د رسنیو دفتر د يوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د افغانستان د دايمي پرمختګ لپاره یو سيمه‌ييز مركز د جوړولو په اړه د رايو په اتفاق يو پريکړه‌لیک تصویب کړی دی.

ټاکل شوې چې دغه مرکز د قزاقستان په پلازمېنه الماتا ښار کې پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف ویلي، د افغانستان ثبات او سوکالي د منځنۍ اسیا پر امنیت او پرمختګ مستقیم اغېز لري.

د قزاقستان د رسنیو دفتر د بیانیې په یوه برخه کې راغلي چې: «د افغانستان اقتصادي ودې ته ځانګړې پاملرنه کېږي. د افغانستان ثبات او سوکالي د منځنۍ اسیا پر امنیت او پرمختګ مستقیم اغېز لري. قزاقستان تل له افغان خلکو ملاتړ کوي او د هېواد د بیارغونې بهیر د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سیمه‌ییزو همکاریو د ادغام لپاره اسانتیاوې برابروي.»

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې دغه مرکز کې باید د افغانستان استازي هم حضور ولري څو هېواد کې شته ننګونې په ریښتیني توګه څرګندې شي.

د چارو کارپوه یوسف امین ځاځي په دې اړه وویل: «د حکومت رسمیت‌ پېژندنه مهمه ده، څو ورته مرکزونو ته خپل استازی ولري. د سیمې او ګاونډیو هېوادونو دنده همدا ده چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ ستونزې هوارې کړي، څو افغانستان بېرته سیمه او نړۍ مراودات ته ورګډ شي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه امیدالله قاسمزی وايي، د دغه مرکز جوړېدل د افغانستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز کولی شي.

نوموړي وویل: «په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره، د سیمه‌ییز مرکز جوړول د دوامداره پرمختګ، ثبات، امنیت، د پراختیایي پروژو پیل کولو او په ټولیزه توګه په افغانستان کې د پانګونې اعتبار ورکولو له پلوه خورا مهم کېدای شي.دا به د نړیوالو بندیزونو له امله د اقتصادي بحران اغېز هم کم کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت له بیاځلې واکنمېدو وروسته، افغانستان لا هم نړیوالو له‌خوا په رسمیت نه‌پېژندو، اقتصادي ستونزو او ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د نه‌منلو له ننګونو سره مخ دي؛ خو دغه موده کې د افغانستان سرپرست حکومت د قزاقستان په ګډون د سیمې له ځینو هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام