د ملګرو ملتونو د بیامېشتېدنې پروګرام خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو اغېزې مخ په زیاتېدو دي او زیربناوې باید د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومې جوړې شي.
دغه بنسټ نن پنجشنبه دلوې ۳۰ / فبروري ۱۹ پر اېکسپاڼه لیکلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱ زره ډېر کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله اغېزمن شوي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق په مالي ملاتړ هڅه کوي، څو د طبیعي پېښو پر وړاندې زیربناوې لا پیاوړې او مقاومې کړي، هغه اقدام چې اوږدمهاله او پایداره اغېزې به ولري.