د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمیسارۍ ویلي، د اسلامي پرمختیايي بانک په همکارۍ به کونړ، کندهار او دایکنډي ولایتونو کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
دغه سازمان ویلي چې په دې سره به د کډوالو د یو ځايي راستنېدو له امله پر موجوده روغتیايي خدماتو د زیاتېدونکي فشار مخنیوی وشي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د کونړ روغتون به د ولایت د مرکز په توګه شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو او د کندهار او دایکنډي مرکزونه به هر یو شاوخوا ۴۵ زره وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پروژه د افغانستان د بشردوستانه صندوق له ۳ میلیون ډالرو بودیجې عملي کېږي او تمه ده چې له دې مرکزونو به د ۲۴۰ زره زیات راستنېدونکي او کورنیو بېځایه شوي وګړي ګټه واخلي.
دا اقدام په داسې حال کې دی چې راستنېدونکي کډوال د سرپناه، روغتیايي او تعلیمي خدماتو او د ژوند د اړینو وسایلو د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسارۍ له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۲۸ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه ۲۱ مرکزونه دا مهال فعال دي.