د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د یوه نوي خپلواک نړیوال علمي پلاوي د غړو ټاکنه شوې ده.
د د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په وینا، دغه پلاوی به د خپلواک او علمي لیدلوري په وړاندې کولو سره دا زمینه برابره کړي چې د نړۍ ټول هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په بحثونو کې په عادلانه او برابر ډول ګډون ولري.
ګوترېش دا څرګندونې جمعه، د فبرورۍ ۱۳مه، پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو سرمنشي ویلي، د دې پلاوي د جوړېدو موخه دا ده چې له دولتونو او اړوندو بنسټونو سره مرسته وکړي، څو د مصنوعي ځیرکتیا د چټکو پرمختګونو بهیرونه ښه درک کړي او د علمي شواهدو پربنسټ، عادلانه او نړیوالې پرېکړې وکړي.
د راپور له مخې، د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ دا خپلواک نړیوال علمي پلاوی د دې لپاره جوړ کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د هېوادونو ترمنځ شته نابرابرۍ راکمې کړي او د پالیسۍ جوړولو لپاره علمي، بېطرفه او عملي سپارښتنې وړاندې کړي.