د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي، افغانستان کې وچکالۍ کرنې او مالداري سخته ځپلې او د لا زیاتونو زیانونو د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
دغه سازمان تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې وچکالي فصلونه فلج کوي، څاروي له منځه وړي او د خوړو ناامني لا پسې ژوروي.
FAO لیکلي: «له هغو ۹.۵ میلیون کسانو څخه چې اټکل کیږي له سختې لوږې سره به مخ شي، یو پر دریمه برخه یې وچکالۍ ځپلو سیمو کې ژوند کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان همدارنګه ویلي چې اقلیمي بدلون او وچکالۍ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور چې تر نیمايي ډېر افغانان پرې پايي؛ له جدي ننګونو سره مخ کړی.
یاد سازمان زیاته کړې چې د دغو طبیعي افتونو له کبله څه باندې یو میلیون اغېزمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره نږدې ۳۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.