Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: د افغانستان راتلونکې په زده‌کړو پورې تړاو لري

G29JmzyWYAAxDM7

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یونسکو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د زده‌کړې حق لپاره د بېړنیو او ګډو اقداماتو غوښتنه کړې.

یونسکو او یونیسف نن شنبه د دلوې ۴ / جنوري ۲۴ د زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی په خوندي او ټول‌شموله زده‌کړه پورې تړلی دی، داسې چې هېڅ نجلۍ او هلک له زده‌کړو محروم نه‌شي.

اعلامیه کې راغلي: «زده‌کړه یو بنسټیز بشري حق دی او د هر ماشوم او ځوان لپاره د سولې، کرامت او فرصت بنسټ جوړوي.»

یونیسف او یونسکو افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړې د بندیز په یادونه کړې او ویلي، دامهال ۲.۲ میلیون ځوانې نجونې له زده‌کړو محرومې دي او دغه وضعیت د هېواد د پرمختګ فرصتونه محدودوي.

د اعلامیې له مخې، افغانستان کې ۹۳ سلنه ماشومان د ابتداییه دورې تر پای وروسته هم لا د لوستلو بنسټیزو مهارتونو ته د لاس‌رسي لپاره هڅه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغو بنسټونو زیاته کړې چې دا وضعیت د سواد زده‌کړې په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري.

یونسکو او یونیسف همدارنګه ویلي چې افغانستان کې د زده‌کړې د بیارغونې لپاره د هر اړخیزې تګلارې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې کې د ښوونځیو بیارغونه، د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا، د بنسټیزې زده‌کړې پراختیا او د ځوانانو لپاره د مهارتونو د ودې ملاتړ شامل دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې تر «امر ثانی» پورې منع شوي.

 د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ۲۰۱۸ کال کې د سولې او پایدار پرمختګ په رامنځته کولو کې د زده‌کړې رول نمانځنې په موخه، د جنوري ۲۴مه د زده‌کړې نړیواله ورځ ونوموله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام