Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: افغانستان به له معمول څخه ګرم او وچ ژمی تجربه کړي

کابل ښار عکس

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO خبرداری ورکړی چې افغانستان به له معمول څخه ګرم او وچ ژمی تجربه کړي.

دغه سازمان یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ډېری سیمو کې د ورښت کچې کمېدو او له اوسط څخه د لوړې حرارت درجې امکان شتون لري.

د دغه راپور پر اساس، که څه هم تمه کیږي چې د ژمي په وروستیو کې به ورښتونه یو څه ښه شي، خو د فصل په لومړیو کې د ورښت کمښت به د ژمي په اوږدو کې ‌جبران نه‌شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپور کې راغلي چې د سږ کال ژمی له پیله له عادي حالت څخه یو څه ګرم پیل شوی او د خاورې د رطوبت پراخ کمښت لاهم دوام لري.

د خوړو او کرنې زیات زیاته کړې، وړاندوینې ښيي چې ښايي شمالي، شمال ختیځو او مرکزي برخو له متوسط حالت څخه کم ورښتونه وشي.

یاد سازمان اندېښنه ښوولې چې د ۲۰۲۶ کال پسرلي کې د اوبو سرچینې د اوبولګونې لپاره بسنه نه‌کوي او دغه وضعیت کولی شي، په کرنې او مالدارۍ منفي اغېزې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام