Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: له پاکستانه ۱.۸ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي

4 کډوال پاکستان

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې تر دې مهاله له پاکستان څخه څه باندې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې، لاهم له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او هلته ژوند کوي.

په راپور کې راغلي چې د افغان کډوالو ستنېدل د هغو بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو د پروګرام په چوکاټ کې کېږي چې قانوني اسناد نه‌لري. دا پروګرام د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړی دی.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، یوازې د نومبر په میاشت کې شاوخوا ۱۷۱زره افغانان په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه، نږدې ۳۸زره ناثبت شوي افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له‌خوا د سرحدي لارو له لارې له هغه هېواده ایستل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپور زیاتوي چې د نومبر په میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د بشري مرستو پر بهیر منفي اغېز کړی، سرحدي تګ‌راتګ محدود شوی او د چمن په سیمه کې د ملګروملتونو ځینې دفترونه په موقت ډول تړل شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څو ځله له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو ستنېدل باید داوطلبانه، تدریجي او د انساني کرامت په درناوي سره ترسره شي او له چټکو او جبري شړنو څخه ډډه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام