Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوکراین ولسمشر: د روسیې او شمالي‌کوریا سرتېرو ته مو درنه مرګ‌ژوبله اړولې

R

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې په کُرسک سیمه کې د جکړې پرمهال روسي او د شمالي کوریا ګڼ‌شمېر سرتېرو ته یې، درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

اوکراین او لوېدیځ ادعا لري چې په دې سیمه کې د شمالي کوریا شا خوا ۱۱۰۰۰ سرتېري مېشت دي او د اوکراین پر ضد جګړه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده سیمه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي.

زېلېنسکي په یوه ویډیو کې د خپل لوړپوړي قومندان اولکسندر سرسیکي له قوله ویلي چې دغه سرتېري د ماخنوپکا کلي ته نږدې په جګړه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د ماخنوپکا کلی د اوکراین پولې ته نږدې پروت دی.

زېلېنسکي وویل: «تېره او نن ورځ د کُرسک په سیمه کې یوازې ماخنوپکا کلي ته نږدې، د روس پوځ او د شمالي‌کوریا د پیاده سرتېرو او روسي پاراشوټي ځواکونو یو کنډک ماته وخوړه چې دا خورا د پام وړ دی.»

نوموړي په جګړه کې د اوښتو تلفاتو کره شمېر په ډاګه نکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

زېلېنسکي تېره اوونۍ هم ادعا کړې وه چې په کُرسک کې یې، د شمالي کوریا ګڼ‌شمېر سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام