Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین کې د روسیې بریدونه؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

AP24366600772227-1735783077

د نوي کال په لومړیو دوو ورځو کې پر اوکراین د روسي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

برید کې یوشمېر ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو اداره وايي چې د روسیې د بریدونو پرمهال کېیف کې د هستوګنې دوه کورونه په نښه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د نوي عیسوي کال پیل سره مسکو په دې هڅه کې ده چې څنګه اوکراین ته زیان ورسوي.

هغه وویل: «حتا د نوي کال په شپه، روسیې سره دا فکر و چې څنګه اوکراین ته زیان ورسوي.»

بل‌خوا د اوکراین پوځ تېره ورځ د روسیې له لوري له وېشتل شویو ۱۱۱ ډرون څخه ۶۵ یې، راپرځولي دي.

د اوکراین د پوځ عمومي قومندان اولکسندر سرسیکي د روسیې پولې ته نږدې کرسک سیمه کې پوځ سره د لیدنې پرمهال ویلي چې دا مهال شاوخوا ۷۰۰ روسي سرتېري له دوی سره بندیان دي.

د نوموړي په وینا، دوی کولای شي چې دغه روسي سرتېري، د خپلو سرتېرو او کسانو د خوشې لپاره تبادله کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرسیکي زیاته کړه چې دغه کسان د تېرو پنځو میاشتو پرمهال نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام