د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړه کې د اوربند هوکړې د هڅو په لړ کې، تر دوو ساعتونو زیاتې ټیلیفوني خبرې کړې دي.
روسیي رسنیو د پوتین په خبره ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اوربند لپاره اوکراین سره پر یوه تفاهم لیک کار وکړي.
د روسیې ولسمشر دغه خبرې “محتوا لرونکې، ریښتینې او ګټورې” بللي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د روسیې او اوکراین ترمنځ د مخامخ خبرو زمېنې برابرولو په برخه کې د امریکا د رول لپاره له ټرمپ مننه کړې ده.
د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ پوتین سره تر خبرو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د ناټو له مشرانو سره خبرې وکړي.