د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې په کُرسک کې یې، د جګړې پرمهال د شماليکوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي او کېیف ته یې، لېږلي دي.
د اوکراین امنیتي ادارې «اېسبيیو» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو دوو سرتېرو یې، یو بېاسناده او دویم کس د روسیې د پوځ کارټ لري چې له منګولیا سره نږدې سیمې اوسېدونکی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد سرتېري په روسي، اوکرایني او انګلیسي ژبو نهپوهېږي او د سوېليکوریا اطلاعاتي سازمان د ژباړونکو په مرسته ورسره خبرې کېږي.
نیول شوي یوه سرتېري ویلي چې دوی ته ویل شوي وو، روسیې ته د پوځي تمریناتو لپاره لېږدول کېږي، نه اوکراین سره د جګړې لپاره.!
اوکراین تراوسه داسې اسناد نهدي خپاره کړي چې وښيي، دغه سرتېري د شماليکوریا اړوند دي.
په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «روسي سرتېري او د شماليکوریا پوځیان د جګړې پرمهال خپل ټپي سرتېري اعداموي، څو جګړه کې د شماليکوریا هر ډول ښکېلتیا اړوند شواهد پاک کړي.»
اوکراین ادعا کوي چې د روسیې په ملاتړ د شماليکوریا شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتیري د دوی پر ضد جګړې ته استول شوي او ډېری یې، د اوکراین پولې ته نږدې کُرسک سیمه کې مېشت دي.