د روسیې د ورونژ سیمې چارواکي وايي چې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د اورپټلۍ یو کارکوونکی ټپي شوی او د برښنا یوه مزی زیانمن شوی دی.
د ورونژ والي الکساندر ګوسېف د یکشنبې په ورځ پر خپل ټیلیګرام ویلي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ریل پټلۍ یو تخنیکي کارکوونکی د برید پرمهال ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.»
چارواکي وايي برید د شپې مهال د یوې ناحیې د اورګاډي پر تمځای شوی او د برښنا د زیربنا یوه برخه هم ویجاړه شوې ده. د بیړنیو مرستو ډلې سیمه کې د وضعیت سمولو لپاره هڅې پیل کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې پر روسیې د اوکراین ډرون بریدونه زیات شوي چې ډېری وخت د ترانسپورتي او انرژۍ تاسیسات په نښه کوي. د ورونژ پېښه هم د همدې لړۍ یوه برخه بلل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د یکشنبې په شپه یې د ورونژ په سیمه کې ۹ او په ټولیز ډول ۴۶ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې په دفاعي سېسټمونو ویشتلې دي. د وزارت په وینا، ټول بریدونه د مسکو د لوېدیځو سیمو په هوا کې شنډ شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت دا معلومات په ټیلیګرام خپاره کړي، خو اوکراین لا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
اوکراین وايي چې د روسیې پرضد د خپلو بریدونو هدف یې، د روسیې د جګړې لپاره د اړینو زیربناوو شنډول دي او دا کړنه د روسیې پر دوامداره بریدونو د ځواب په توګه ترسره کېږي.