Asset 1SWN

سلام وطندار

متحده‌عربي امارات: د ایران د توغندیو پروړاندې دفاعي سېسټمونه فعال شوي

960x0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دامهال د ایران له لوري د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي.

د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چې کوم د چاودنو غږونه اورېدل شوي، هوايي دفاعي سیستمونو فعالیت دی.

د بیان له مخې، دفاعي سیستمونو ځینې بالستیک توغندي شنډ کړي او جنګي الوتکو هم د هوايي حریم د خوندي کولو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو او نورو وسلو د مخنیوي عملیات کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتېدو په ترڅ کې، د منځني ختیځ په یوشمېر هېوادونو کې امنیتي اندېښنې هم لوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام