د امارتي شرکتونو عمومي ریاست مسوولانو د دغه ریاست د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، تېر یوه کال کې دغو شرکتونو کې څه باندې ۲۰ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې چې اقتصادي پرمختګ او د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو کې یې مهم رول لرلی دی.
د امارتي شرکتونو مشر احمد جان بلال وویل، دغه ریاست تېر یوه کال کې د برښنا تولید او د کانونو استخراج په برخو کې د ۲۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۳ مشارکتي قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.
هغه وویل: «مونږ تېر یوه کال کې څه باندې ۲۰ میلیارد افغانۍ پانګونه جذب کړې، پنځو برخو کې د پانګونې فرصتونه مشخص شوي او طرحې هم ورته جوړې شوې دي.»
ښاغلی بلال زیاتوي چې په تېر کال کې د امارتي شرکتونو عواید ۱۳ سلنه زیات شوي او په دې موده کې د اسلامي امارت د مشر لهخوا د پانګونې لپاره دغو شرکتونو ته له یو ملیون جریبه څخه زیاته ځمکه ځانګړې شوې ده.
ورته وخت کې، د افغانستان برښنا شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر وايي، په تېرو لسو میاشتو کې، د دغه شرکت له لوري له کورنیو سرچینو څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د تولیدولو طرحې او ډیزاین کار وروستی شوی چې په تولید سره به یې هېواد کې د برښنا رسولو ظرفیت ۳۰ سلنه زیات شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې دامهال ۴۰ سلنه هېوادوال برښنا ته لاسرسی لري او ټاکل شوې راتلونکي کال کې د ۱۳۰ ولسوالیو اوسېدونکي هم برښنا ته لاسرسی پیدا کړي.
ورته وخت کې د نفت او ګازو شرکتونو اجراييوي مشر محمد نصیر رحیمي وویل، افغانستان د ورځې په اوسط ډول له ۶۰۰ تر ۷۰۰ ټنه نفت تولیدوي او تمه کیږي چې دغه شمېر نور هم زیات شي.
د ښاغلي رحیمي په وینا، افغانستان کې تولید شوي نفت له ۷ تر ۸ سلنې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د یوشمېر پرمختیايي پروژو بشپړول، د اوبو رسولو شبکو پراختیا، د څاګانو کیندل او هېوادوالو ته د څښاک اوبو وېشل تېر یوه کال کې د امارتي شرکتونو له نورو لاسته راوړنو شمېرل کیږي.
دا مهال ۴۴ شرکتونه د امارتي شرکتونو په چوکاټ کې فعالیت لري او ددغو شرکتونو د مشر په وینا، ټاکل شوې د «کانونو استخراج» په نوم یو بل تازه شرکت هم رامنځ ته شي.