د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.
هغه زیاتوي چې امریکا باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې د اسلامي امارت غوښتنې هم په پام کې ونیسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «یوشمېر امریکایان افغانستان کې بندیان دي، ولې دا چې د بندیانو تبادله وشي، ورسره اړیکه کې یوو، خبرې شوي او په تمه یوو چې هغوی عملي ګامونه پورته کړي او د افغانستان غوښتنو ته هم پام وکړي؛ موږ هم ګوانټانامو کې بندیان لرو، خبرو دوام کړی، خو تراوسه دې برخه کې عملي ګام نهدی اخیستل شوی.»
اسلامي امارت په داسې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د امریکا له لوري د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي چې امریکايي مشران تراوسه په دې اړه یوه ګډ نظر ته نهدي رسېدلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن له امریکايي کورنیو سره په خبرو کې د بندیانو د بېرته ستنولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی؛ خو د دغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي چې د بندیانو د تبادلې پلوی نهدی؛ خو دغه موضوع به وڅیړي.
د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان د افغانستان او امریکا ترمنځ د زندانیانو تبادله او ښهنیت، د اسلامي امارت پر وړاندې د متحده ایالتونو د نوي دولت په تګلارو کې مثبت بدلون راوستلی شي.
د چاروکارپوه نیازمحمد همدرد وايي: «افغانستان کې چې ستونزې لرو، له دوو لارو حل کېدای شي: یوه د سولې او خبرو او بله هم د جګړې له لارې او د ټرمپ حکومت کولای شي چې امارت سره د خبرو له لارې حلېدای شي، دواړه لوري به دې برخه کې شرطونه لري؛ که تفاهم وشي، د دواړو لوریو د اړیکو ټينګښت لامل به هم شي.»
د سیاسي چاروکارپوه عنایتالله همام وویل: «کېدای شي، دې برخه کې خبرې وشي او دواړه لوري قناعت ته ورسېږي او د بندیانو ارزښت ته په پام تبادله وشي، دواړه لوري کولای شي، تماس ونیسي او د یوه بل له ښه نیت ډاډه شي؛ البته د ټرمپ اداره هم تبلیغات غواړي چې هر چېرته امریکايي بندي وي، له شرط پرته باید خوشې شي، خو د دواړو نظر باید واخیستل شي.»
د راپورونو له مخې، د زندانیانو تبادلې لپاره خبرې د تېر میلادي کال له جولای میاشت راهیسې پیل شوي. کوم زندانیان چې ټاکل شوې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ تبادله شي، په کې ګوانتنامو زندان کې محمد رحیم الافغاني او افغانستان کې بندي رایان کوربت، جورج ګلزمن او محمود حبیبي شاملیږي.