د امریکا عدلیې وزارت وايي چې ایران د یاد هېواد ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره یو افغان وګړی ګومارلی و.
دغه وزارت جمعه، نومبر اتمه ویلي چې یاد کس د ایران د سپاهپاسداران یوه مامور له لوري د ټرمپ ترور لپاره روزل شوی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پولیس هغه مهال د ټرمپ د ترور له پلان څخه خبر شول چې د فرهاد شاکري په نوم له یوه افغان څخه یې، پوښتنېګروېږنې کولې. نوموړی له بندي کېدو وروسته د غلا په تور له امریکا اېستل شوی و.
د منهاټن فدرال محکمې د جنايي قضیې پر بنسټ، فرهاد شاکري څارنوالانو ته ویلي چې د ایران د سپاهپاسداران یوه مامور سپټمبر میاشت کې نوموړي ته روزنه ورکړې وه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ټرمپ د ترور پلان جوړ او پلی کړي.
ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې وړاندې یې، د ټرمپ وژنې په تړاو شوې، ادعاوې رد کړي دي.
له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ټرمپ د وژنې په تور ایران پورې اړوند یو پاکستانی وګړی هم نیولی و.