Asset 1SWN

سلام وطندار

کاپیسا کې د اوبو رسونې دوو پروژو چارې پیل شوې

Kapisa-qqzo6fw05qzgf9bn342rp2o5qfctkfftqhaae6dzm0

د کاپیسا مسوولان وايي چې پرون (د چنګاښ یوویشتمه، د پنجشنبې ورځ) یې د دغه ولایت د تګاب ولسوالي په میاخطل او شینکۍ سیمو کې د اوبو رسونې دوو پروژو چارې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاپیسا د والي ویاند عبدالعزیز نظري وايي، د اوبو رسونې د دغو شبکو هره یوه یې د ۴۰ او ۵۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په جوړېدو سره به یې د دې ولسوالي ۶۳۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

نوموړی زیاتوي چې د اوبو رسونې پر دغو شبکو څوارلس میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له لوري ورکول کېږي.

څو ورځې وړاندې د کاپیسا په نجراب ولسوالي کې هم د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اقلیمي بدلون په وروستیو کلونو کې د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي نه یوازې د کروندو، بلکې د څښاک اوبو له کمښت سره هم مخامخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام