د غور ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت تیورې او دولتیار ولسوالیو کې د ۱۶ میلیون او ۱۱۳ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) وايي، د اوبو رسولو دغه شبکې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ تطبیق کیږي.
هغه وویل: «دغو پروژو کې د ۹۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت سره د دریو ذخیرو جوړول، د سولې ۵۲ تختو نصبول شاملیږي چې کلیو ته به پاکې اوبه ولېږدوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوبو رسولو د یادو شبکو جوړولو پرمهال د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې تیورې او دولتیار ولسوالیو کې څه باندې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د غور د دولتیار او تیورې ولسواليو اوسېدونکي د اوبو رسولو د دغو پروژو له تطبیق څخه هرکلی کوي.