Asset 1SWN

غور کې په ۱۳ میلیون افغانیو د اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي

IMG-20250823-WA0037

د غور د کلیو او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت پسابند او تیورې ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د غور د کلیو او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده نن (یکشنبه، سنبله دویمه) وویل، د اوبو رسولو په دغو دوو شبکو څه باندې ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ به عملي شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه دوه پروژې د تیورې ولسوالي «ده‌خواجه» او د پسابند ولسوالي «خشک‌ابه» سیمو کې تطبیق کیږي.

د اوبو رسولو د یادو پروژو په تطبیق سره به ۴۶۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او د جوړولو پرمهال به یې د سیمو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د تیورې او پسابند ولسوالیو اوسېدونکي د دغو دوو پروژو له عملي کېدو هرکلی کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام