Asset 1SWN

بدخشان کې دوو زده‌کوونکو جېټ‌الوتکه جوړه کړې

1000249399

د بدخشان د وردوج ولسوالي دوو زده‌کوونکو له لرې واټنه کنټرولېدونکې جګړه‌ییزه جېټالوتکه جوړه کړې ده.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، دغه زده‌کوونکي چې واثق‌الله او ساحل نومېږي، د «سید نجم‌الدین واثق» لېسې زده‌کوونکي دي او دا الوتکه یې د ډېرو لږو امکاناتو په مرسته طرحه او جوړه کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امنیې قومنداني چارواکي وایي، د دغو دوو زده‌کوونکو نوښت د استعداد او علمي خلاقیت ښکارندوي کوي او هغوی د تخنیکي وړتیا او نوښت له امله د بدخشان امنیتي ادارو له لوري ستایل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي هم د دغو ځوانانو هڅه ستایي او وايي، دا ډول نوښتونه د افغان ځوانانو د ذکاوت او وړتیا څرګندونه کوي، که یې ملاتړ وشي، کولای شي په هېواد کې د تخنیکي پرمختګ لپاره نوی باب پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام