Asset 1SWN

غزني کې په ۱۹ میلیونه افغانیو دوه ښوونځي جوړېږي

ښوونځی

غزني کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د غزني پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وايي چې دغه دوه ښوونځي د یاد ولایت د قره‌باغ ولسوالي په «برله» او «سپین کارېز» کلیو کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د نوموړي په وینا، د دې دوو ښوونځیو رغنیزې چارې نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه پیل او د روان کال تر پایه به بشپړې شي.

د غزني پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق زیاته کړه چې دغه ښوونځي شپږ اداري او دولس درسي خونې لري چې د یادې ولسوالي شاوخوا دوه زره زده‌کوونکو ته به په‌کې د زده‌کړو کولو زمینه برابره شي.

دغه ښوونځي د یونېسف ادارې له لوري د جاپان هېواد په مالي مرسته رغول کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې روانه اوونۍ هم د دغه ولایت «زنه‌خان او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام