Asset 1SWN

د جوزجان په قوش‌تېپه کې په ۱۲.۵ میلیونه افغانیو دوه استنادي دیوالونه جوړېږي

IMG-20251022-WA0008

د جوزجان د اوبو او انرژۍ ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په قوش‌تېپه ولسوالي کې د دوو مهمو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د دغو پروژو موخه د سېلابونو د خطرونو مخنیوی او د کرنیزو ځمکو او هستوګن‌ځایونو ساتنه بلل شوې ده.

د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي مشاور، سعدالدین سلیمي وايي چې لومړۍ پروژه د قوش‌تېپې ولسوالي د چقمه‌چقور په کلي کې عملي کېږي چې اوږدوالی یې ۲۲۳ متره، پلنوالی یې ۳.۱۴ متره او لوړوالی یې ۴ متره دی.

د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ۵،۹۵۵،۲۷۷ افغانیو په لګښت د یاد وزارت له بودیجې پلي کېږي. موخه یې د سېلابونو د بهېدو مخنیوی او د سیمې د کرنیزو ځمکو او هستوګنو د خوندیتوب تضمین دی.

په ورته مهال انجینیر نظرشاه قریشي د «حلیم‌یار» ساختماني او سړک‌ جوړونې شرکت استازی، وايي چې دویمه پروژه د پسته‌مزار په کلي کې د ګبیون‌بندۍ استنادي دیوال جوړول دي چې اوږدوالی یې ۲۰۹ متره، لوړوالی ۶ متره او پلنوالی ۴ متره دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، په دې پروژه کې شاوخوا ۳،۹۳۳ مترمکعب ډبرې کارېږي او ټول لګښت یې ۶،۵۹۳،۰۰۰ افغانۍ اټکل شوی چې د اوبو او انرژۍ وزارت له بودیجې تمویلېږي.

چارواکي وايي، د دواړو پروژو د بشپړېدو لپاره اووه اوونۍ وخت ټاکل شوی او له تطبیق وروسته به د سېلابونو د ویجاړونکو اغېزو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

د چقمه‌چقور او پسته‌مزار اوسېدونکي د امارت اسلامي او اړوندو ادارو له دې پاملرنې مننه کوي او وايي چې تر دې وړاندې به د بارانونو په موسم کې د سېلابونو له امله ډېر زیانمنېدل، خو اوس به له دغو دیوالونو سره د دوی ستونزې په لویه کچه حل شي.

ویل کېږي چې د دغو دوو پروژو له پیل سره، د سیمې شاوخوا ۱۵۰ اوسېدونکو ته د کار موقتي زمینه هم برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام