Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې د شاوخوا اته میلیونه افغانيو په لګښت دوه پروژې بشپړې شوې

20260105_120343

د پکتيا د پېښو سره د مبارزې او اماده‌ګي ادارې مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز اړوند بالاده او د وزې ځدراڼ ولسوالي لکې تېږې سيمه کې دوه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوي دي.

پکتيا د پېښو سره د مبارزې او اماده ګي ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات وايي چې په دې پروژو کې په بالاده سيمه کې د ۵۰۰ متره په اندازه د خوړغاړې ته د ګبين ديوال او په وزې ځدراڼ ولسوالي کې د ۱۶۰ متره په اوږدوالي او ۴,۵ متره په جګوالي استنادي ديوال جوړول شامل دي.

هغه وويل، د يادو دوو پروژو په جوړيدو سره سلګونه کورنۍ او زرګونه جريبه ځمکه به د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.
هغه زياتوي چې د دغو پروژو لګښت د پېښو سره مبارزې او اماده‌ګي ملي ادارې لهخوا ورکړل شوی دی.

د يادو پروژو ګټې‌اخيستنې ته د سپارلو مراسمو کې د پېښو سره مبارزې او اماده‌ګي ملي ادارې عمومي رییس نورالدين ترابي وويل چې په راتلونکي کال کې به د يادې ادارې له‌خوا په سلګونه رغنيزې پروژې پلې شي چې پلونه، پلچکونه، سړکونه، استنادي ديوالونه او نورې پروژې په‌کې شاملې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، اوس هم د يادې ادارې له‌خوا د  ۴۱۵ داسې پروژې شته چې براورد او ډيزاين يې شوی او کارونه به يې پيل شي.

د وزې ځدراڼ ولسوالي يوه اوسيدونکي نواب سلام‌وطندار ته وويل چې ياد استنادي ديوال په جوړيدو سره به د درخيل درې ته تللی سړک د سيلابونو څخه وژغورل شي.

هغه وويل پخوا په ياد سړک چې زرګونه کورنی تګ راتګ کوي د سيلابونو پر مهال به بنديده او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د یادې ولسوالي زياترو برخو کې استنادي ديوالو، پلونو او پلچکونو جوړيدو ته ډېره اړتيا ده چې بايد د جوړيدو لپاره يې جدي توجو وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام