Asset 1SWN

خوست کې په ۱۸,۳ ميليونه افغانيو د دوو پروژو چارې پيل شوې

IMG-20240902-WA0027

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې په يادو پروژو کې به يو سړک ترميم او څه د پاسه نهه سوه متره لښتي او يو نوی سړک به په اساسي ډول جوړ شي.

د هغه په وينا، يادې دوه پروژې د ښار په دويمه او درېیمه ناحیو کې پيل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د يادو پروژو چارو پيل مراسمو کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال وويل چې سږکال به د ۳۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۳۲ بېلابېلې پروژې د ښاروالي له‌خوا د ښار د ښکلا او ښاريانو ته اسانتيا په موخه پلې کړي چې د شپږو هغو چارې به نږدې راتلونکي کې پيل شي.

په ورته مهال د خوست ښار يوشمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

دوی له مسوولانو غوښتنه وکړه په ښار کې د رغنيزو پروژو کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي طاهر سلام‌وطندار ته وويل چې تر دې وړاندې د سړکونو او لښتيو خرابوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه غوښتنه وکړه چې د ښار اړوند نورې سيمو کې دې هم ورته پروژې پلې شي چې خلک له ستونزو خلاص شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام