د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دې پروژو کې د اوبو یو کانال او یو سړک شامل دی. دغه پروژې د غزني د کډوالو ښارګوټي او نواباد سیمو کې پلې شوې دي.
د غزني ښاروالي ویاند عبدالولي جلالزی سلاموطندار ته وايي چې د نواباد سیمه کې د شپږ سوه مټرو په اوږدو کانال او د کډوالو ښارګوټي کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي سړک په اساسي او معیاري ډول جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جلالزي په وینا، په دې پروژو کې ۱۷ میلیونه افغانۍ لګول شوي چې د نړیوال بانک لهخوا تمویل شوې وې.
په ورته مهال په دې سیمه کې د یادو پروژو په پليکېدو سره خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د سیمې خلک له چارواکو غواړي چې په سیمو کې یې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.