د کاپیسا د محمودراقي ښاروالي مسوولان وايي، د ښاري خدماتو لوړولو او د خلکو لپاره د لا زیاتو اړتیاوو برابرولو په موخه یې د سل میلیون افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي.
د محمود راقي ښاروال عبیدالله حسام وویل، دغو پروژو کې د یوه پنځه ستوریز هوټل او د ښاروالي سوداګریز مارکېټ جوړل شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، یاد هوټل په ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی چې د ۱۵۰۰ مېلمنو ګنجایش لري او چارې یې ۴ کلونو کې بشپړې شوي.
د محمود راقي ښاروال زیاته کړه چې سوداګریز مارکېټ هم په ۱۸۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی چې ۸۳ دوکانونه او ۱۲ کورونه لري او څه باندې ۴۸ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.